Arwa

لنډه كيسه ( افغان يتيم بچى په اختركې )نيازالله اصيل ځاځى ( پكتيا )

19.03.2010 09:51

راليږونکی : نيازالله اصيل ځاځى ( پكتيا )

ټليفونشميره: 0796009211--0708198253

برېښناليکپته: niazullah_aseel@yahoo.com

سرليک: لنډه كيسه ( افغان يتيم بچى په اختركې )

نېټه: 18.03.2010 13:32

افغان يتيم بچى په اختركې

داخترلمړۍ ورځ وه ، دشهيد شين ګل ميرمن او دهغه زړه مورپه داسې حال كې چې خپل كوچنى يتيم لمسي يې له لاسه نيولې وپه ډير ستړى او نا توانه حالت يې دخپل شهيد شوي ځوانيمرګ زوى شين ګل قبرخواته ګامونه پورته كول ، دكلي وړو نجونو اوهلكانو داختر لپاره نوې كړې جامې او بوټونه اغوستي وو او په خپلو كې په اخترنيو لوبو بوخت وو، دشين ګل بوډۍ مور او كونډه ميرمن يې ښه يوڅو ګامه تللي و ګوري چې سورګل لمسى يې ددوى په څنګ كې نشته ، دشين ګل كونډې په وارخطايې شاته وكتل ګوري چې زوى يې سورګل په داسې حال كې چې زاړه پلاستيكي بوټونه په پښو ، شليدلى ګريوان ، او زړه خولى يې په سر او دنورو هلكانو په ننداره ولاړدى ، بوډۍ انا يې ورغږ كړ :
سورګله بچيه راځه څه ته ولاړې ؟ نا وخته كيږي دځوانيمرګ پلار قبر ته دې ځو ! !
( داوروستۍ جمله يې له ځان سره وروشانتې وويله ) سورګل خواركى چې ډير يې زړه غوښتل دنورو هلكانو په څير دې هم اخترنې لوبې وكړي خپلې اناته ور روان شو او په خړو شونډويې ورته وويل:
انا جانې وګوره ! هغو هلكانو څومره ښه ښايسته كالى اغوستى ، څنګه ښې لوبې كوي ، ريښتيا اناجانې ! ماته مې هم پلار جان په بل اختر كې همداسې ښكلي كالي كوي ؟
موراو انا دواړه غلې پاتې شوې اوپه سترګوكې يې اوښـكې ورغړېدې سورګل بيا وپوښتل :
ولې غلې شوئى تاسو دواړو راته پرون ونه ويل ؟ مورجانې ! تا راته وويل كنه چې بل اخترته دې پلار جان راځي او تاته نوى بوټونه او نوى كالي هم راوړي ولې دومره ژر درنه هيرشول؟؟
دمور له خولې يې بې اختياره سوړ اسويلې وه وت او ستونې يې له غريو ه ډك شو زوى يې ټټر پورې كلك ونيو او ورته يې وويل :
زويه ! خبره مې هيره نه ده، ولې به مې هېره شوې وى، بل اختر ته به دې پلارجان سره له نويوجامو او نويو بوټونو له خيره سره راشي او تا به له ځانه سره ميلو ته هم بوځي !
زړې انا ددغو خبرو په اوريدوپه زړه كې سوز او په سترګوكې اوښكې تم نه كړاى شوې خپل زوړ پړونۍ يې خولې ته ونيو او دزړه له تله يې وژل ، دشين ګل كونډې همت له لاسه ورنه كړ خپل زوى يې له لاسه ونيو او بوډۍ خواښې يې له ځمكې راپورته كړه او دهديرې په لور روانې شوې .
هديره له كلي لږ څه هاخوا پرته وه هديرې ته دوررسيدو پورې دواړو تورسريو دخپلو زړونو بړاسونه دسترګو او خولو له لارې ويستل ، او خواركى سورګل دبل اختر په تمه خپل نازك او سپېڅلي فكرونه د ذهن په هينداره كې هاخوا او دې خوا واړول را واړول .
لږ ځنډوروسته درې واړه هديرې ته ورسيدل ، دهديرې داكثره قبرونو جنډې چې سرې، شنې، سپينې او دنورو رنګونو درلودونكې وې نوې ښكاريدې ، داختر په دغه لمړۍ ورځ دكلي په كوڅو او كورونوكې دخلكو دنجونو او هلكانو دخوشحاليو ، خنداګانو پرځا ى ، وير ، ماتم ، او ژړاګانې سر كړې وې ، كونډو به دخپلو ميړونو ، بورو به دخپلو زامنو ، يتيمانو به دخپلو پلرونو او ميندو نومونه او آرمانونه په چغو ، ژړاګانو او سلګيو بدرګه كول .
ځوانيمرګ شين ګل زړه مور ، ځوانه ميرمن او خړسپيره يتيم بچى سور ګل په دغه غم ځپلي بازار ورګډشول او ديوه زاړه قبر خواته چې زړې جنډې پرې رپيدې كيناستل ، بوډۍ مور نا څاپه بيرته له خپله ځايه راپورته شوه او دليونو په شان يې وويل :
مور درنه ځار او قربان شه شين ګله زويه ! په تا خو انبار انبار خاورې پرتې دي، نه شې راپورته كېدا ى ، مور دې ړنده شه ... زه خو هيڅ بلانه يم وهلې زويه ... زه به درنه تاو راتاو شم زوى جانه !! ...
بيايې دخپل ځوانيمرګ زوى د قبر نه په تاويدو اوراتاويدو پيل وكړ .
نګور خواركۍ چې په زړه كې يې دغم او تيرو يادونو لړۍ دڅپانده سين په شان اوښتى راوښتۍ سترګې يې په ژړاسرې او ګريوان يې په اوښكو لوندكړى و ، خواښى يې دخپل زوى دقبر پښو خواته ناسته او دسوز او ګداز څخه ډكې ستاينې يې دسلګيو په بدرګه له خولې باسلې او يتيم لمسى يې كله دمور او كله دخپلې انا خواته ورمنډه كړى او په خپلو وړو ګوتو يې له مخ نه اوښكې ورپاكې كړې او په ژړغونى غږ يې ورته وويل :
بس ده انا ! زه جامې او بوټونه نه غواړم ، بس ده مه ژاړئى !!
ديتيم سورګل دغه خبرودزړې بوډۍ او ځوانې كونډې په زړو نو اوګوګل دژړا او سلګيو څپې لا طوفاني كړې ، زړې بوډۍ خو دخپل زړه غږكابو نه كړاى شو او دسلګيو په ترٰٰٰڅ كې يې په ژړغوني غږ دا لنډۍ دزړه له تله راويسته :
((شين ګله پورته شه څار وكړه ،، سورګل يتيم بچى دې اوښكې تويوينه))
((ستاخوسينه ټوپك سورۍ كړه ،، زماسينه دسورګل اوښكې څيروينه))
((سورګله مور غېږې ته ورشه ،، انادې مړه شه چې دې اوښكې نه ګورينه))
هوكې! داختره په دغه لمړۍ ورځ دكلي په هديره كې دهر قبر خواته دوير اوماتم ټغر غوړيدلې و هرچابه خپل غم پاله ، دكلي په هغه خلكو كې چې نوى غم به يې نه وليدلې دومره درحم او عاطفې تمه نه كيده چې ددغو غم ځپلو په غم كې ځانونه شريك وبولي او دهغوى دزړونو تسلي وكړي ، ريښتيا يې ويلي چې : ځانونه شريك وبولي او دهغوى دزړونو تسلي وكړي ، ريښتيا يې ويلي چې : پردى غم له واورې سوړ وي !
هو .... سورګل خواركئ چې نور يې دژړا وس له لاسه وركړى و اوتر اوتر به يې كله مور او كله اناته وكتل او بيا ددواړوترمنځ لاس ترزنې لاندې كيناست .
دشين ګل كونډې او بورې مور دزړه تڼا كه يوځل بيا وچاده او له خولې يې دغه لنډۍ رادبره شوه :
شين ګل شهيد سورګل يتيم شو ،، بدرۍ مې كونډه راته اوښكې تويونه

بدرۍ دشهيد شين ګل كونډه وه ، هغې په هديره كې دناستو كليوالوله شرمه لكه څرنګه چې يې زړه غوښتل دزړه له تله يې چيغې او كوكارې نه شوې وهلى ، ځكه خويې خپل زوړ پړونى خولې ته نيولې وواو له سترګويې داوښكو لښتي روان وو .
دكلي دجومات ملا امام په هديره كې ناست كليوال دماسپښين دلمانځه اذان دې ته ځير كړل چې داختر لمړۍ ورځ نيمه شوې او نور نو بايد له خپلو شهيدانوسره دخداى په اماني وكړي ، په هديره كې ناست خلك ، ښځې اونر ، سپين ږيري اوځوانان په داسې حال كې چې ټولو خپلو سترګو ته لاسونه اودستمالونه نيولي وو دخپلو كورونوپه لور روان شول .
دشين ګل بوره مور او كونډه ميرمن او دهغه كمكى يتيم زوى په داسې حا ل كې چې نوريې په زړونوكې بل شوي اورونه له خولې رايستلى وو او داوښكو چينې يې په سترګو كې په وچيدووې دخپل شهيد سره يې له خداى په امانې كولو وروسته په ستړو او ستومانه قدمونو دكلي اوكور په لور روان شول .
زړې مور دخپل زوى شين ګل هغه لنډۍ چې به يې كله كله دكورپه انګړكې له ځانه سره زمزمه كولې ورپه ياد شوى چې ويل به يې :
(اخترزمابه څه اختروي،، چې زه ژوندى يم پلارمې تورې خاورې خورينه )
(اختر كه تير شي بيا به راشي ،، دتوروخاورو لاندې پرو ت كله راځينه ؟)
(ماداختر په ورځ شهيد كړې ،، چې مې همزولي په اختركې يادوينه )
(دشهادت په تمه تمه ،، دا اختر تيرشو بل ته سترګې غړومه )

دسورګل انا دكوردروازې ته درسيدو سره سمه دخپلو چورتونو لړۍ ته د پاى ټكى كيښود او دريو اړه ستومانه ، داسې ستومانه لكه يو لاروى چې دډير مزله او پلي تګ وروسته خپل ټاټوبي ته ورسيږي ، خپل كورته راورسيدل ، دڅنګ ګاونډيانو په كورونوكې دنجونو ، هلكانو خنداګانې ، سندرې اوريدل كيدې ، خوددوى په كوركې يوه عجيبه غوندې چوپتيا خوره وه ، هريو يې دچورتونو په ټا ل داسې زنګيدل لكه په خوب ويده ماشوم چې ددنيا له حال او احواله بي خبره پروت وي !
دكوټې چوپه او آرامه فضا يو ځل بيا دسورګل وړو او نازكوخوږو خبرو چې دخپلې انا په زنګون يې سرا يښې و ماته كړه :
انا ! تاسو ولې زما لاسونه نه سره كوى ؟؟ كه نوې جامې او بو ټونه نه لرم خير دى لاسونه خومې راته سره كړئ ! او سترګې خو مې راته تورى كړئ !!! انار ګل خپل لاسونه سره او سترګې يې تورې كړې وې داسې ښه ښكاريده ، او ... او هغه ته يې هم مور ويلي وو چې پلار جان به يې ورته بل اختر ته نوى كالي ، نوى بوټونه او ښكلې له غميو ډكه خولۍ هم راوړي .
دزړې بوډۍ او ځوانې كونډې په سترګوكې بيا داوښكو څپې طوفاني شوې او دكوټې آرامه فضا يوځل بيا له سلګيو او فريا دونو ډكه شوه ، انا يې سورګل ته په ډيرې سختى په داسې حال كې چې په سر يې لاس ورته راكش كاوه وويل :
سورګله زويه ! بس .... بس ده زويه نورې خبرې مه كوه ... نورزما په زړه داغونه مه جوړوه بچى !
په دې كلي كې يوته اوانارګل نه ياست بچو ډيرې ميندې خپلو يتيمو بچوته داختر په شپو او ورځوكې داسې خبرې كوي ! هو داسې خبرې !!!

ګرديز دراډيو تلويزيون رياست .
۱۳۸۱ كال
دكوچنى اختر لمړۍ ورځ .