Arwa

غزل / ډاکټر ځلاند

12.05.2011 14:50

زړه را نه جانان لکه ګلونه غیږ کې ونیسي

خیال لکه هنداره تصویرونه غیږ کې ونیسي

 

شپه د یار د زلفو مې په مخ باندي خوره کړله

زړه  را نه د وړانګو کتابونه غیږ کې ونیسي

 

تش زړه لکه تش منګي به ډک شي ستا په شنه خندا

 کله  خو به ښکلي ګودرونه غیږ کې ونیسي

 

څنګه له دې اوره اوس د زړه لمن را غونډه کړم

اور دا ستا د غیږ مې ګریوانونه غیږ کې ونیسي

 

هله به ځلاند بیا د سرو شونډو غیږ کې ګورمه

کله که پیزوان په شان اورونه غیږي کې ونیسي