Arwa

غزل / ډاکټر ځلاند

12.05.2011 14:53

څه عجیبه د یار په مخ د زلفو ول پروت دي
لکه اغیار د سر په بیه په کابل پروت دي
شبنم له شرمه د ګل مخ باندي اوبه اوبه شي
د ګل په مخ باندي نظر د کوم یوبل پروت دي
په مین زړه د مینه ناکو اعتبار اوس نشته
...زما د یار په شنه خندا کې هم څه چل پروت دي
پام چې تیاره ده هر قدم په احتیاط ږده دلته
اوس د اغزو په ځاي په لاره کې مړ ګل پروت دي
ځلانده مونږه لنډو د ژوندون لارپه غم کې
اوښکه روانه ده لا لاره لا مزل پروت دي