Arwa

دا وطن یو څو د کار سړي غواړي/ ډاکترځلاند

26.07.2012 08:52
 

دا وطن یو څو د کار سړي غواړي/ ډاکترځلاند


سره له دې چې د افغان غمیزې ډېر بهرني او کورني لاملونه تر سترګو کېږي، خو یو تر ټولو مهم سبب یې د مشرتابه ( لیډرشپ) تشه ده. د سعید زابلي نوي چاپ شوي شعري ټولګه (ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) مې په لاس کې ده ،زه به کوښښ  وکړم چې د زابلي صیب په شاعري کې د همدې تشې په ذکر خبرې وکړم.

افغانان د سردار محمد داود خان له شهادت وروسته تر دې دمه د مشرتابه له تشې سره مخ دي، مشرتابه د یو ملت لپاره د سرپوښ یا چترۍ دنده ترسره کوي، د سرپوښ په انځور کې، مشرتابه ملت د پردیو له لاس وهنو ، انارشي او د ناوړو کارونو او کړنوڅخه ساتي او په دویم انځور د چتري کې: مشرتابه ملت د ږلۍ له ګذاره ( د ناوړو کسانو له تکلیفه) او د لمر له سوځېدا ( او له ناوړو پایلو ) څخه په امان کې ساتي، كه څه هم په پښتو شاعري كې سيف الرحمان سلیم دپښتون لېډر شيپ په اړه ډېره ښه او له نقد ډك سوالونه پورته كړي دي، او د خپل وخت مشران یې ښه چاڼ کړي:

خرڅوي يې رهبران پر سوداګرو

خداى دې مل شي د وطن او د ملګرو

يا

ډېرو جونګړو ته دې اور ورته كړ

چې خپل محل ته دې رڼا را وسته

خو په اوسنیوځوانو شاعرانو كې  سعيد زابلى د لېډرشيپ په اړه له نوى زاويې را روان دى او هغه د یو خواخوږي، د خپل ملت په غم اخته او د یو لار ښوونکي په څېر د خپل شعر په چوکاټ کې دافغان ملت جوړوني او ژغورني لپاره مشال را اخيستى دى:

سختو حالاتو کې چې قام را بچ کړي

موږ ته یو مشر لږ هوښیار په کار دی

داسي ویل کېږي چې مشر په یو ملت یا ټولنه کي په دریو لارو را ټوکیږي، لومړی د مشرتابه د ځانګړنو لرل دي، سعید زابلي دي برخې ته د خوشال بابا د دیوان او دهغه د ژوند په سیوری کې  په یو ځانګړي  هنري انداز کې اشاره کوي:

چې پښتون مشر د خوشحال مطالعه نه لري

ناولی مخ ګرځي په لاسو کې اینه نه لري

دویم : د مشرتابه د زیږیدا د پاره سم او یا ناسم حالا تو ته اړتیا ده ، چې زابلى صیب يې په شاعرانه ژبه داسې بيانوي :

چا چې ولس سره په غم کې خواخوږي کړې ده

زموږ په زړونو يې بې تاجه پاچاهي کړې ده

چې د ځان ګټي کړي قربان د خپل ولس له ګتو

بې شکه دې سړي په حقه سرداري کړې ده

دریم: د مشرتابه د زېږیدا او ټوکیدا د پاره تمرین او کردار ته لویه اړتیا لیدل کیږي، سعید د ځینو مشرانو په کردار نیوکه کوي او ځیني بیا لکه په پورته بیتونو کې په ښو کړنو ستايي :

زر غوندي زرګر نه لږ خواري غواړي

دا وطن یو څو د کار سړي غواړي

ښار مو پاڼې پانې  لکه سور ګلاب

خدایه نور د سولې پسرلي غواړي

د افغانانو د مشرتابه تشه له دې سره سره چې کورنۍ ستونزې او په افغانانو پورې تړلي ډیرې خبرې او ناکردې دي ، خو د بهرنیانو په لاس وهنه او پالنه پورې هم تړلې دي،.ویل کېږي، الله پاك چې کله کوم ملت ته په غوسه شي، نو په هغه ملت ظالم او جابر کس مشرټاکي، په قران کې د هامان، نمرود، فرعون او یا قارون ذکر د همدې ملتونو څخه د عبرت د پاره ‌ذکر شوي دي: سعید یې څه پداسې انداز بیانوي:

د هر مشر مې پردیو ته سر خم دی

زمانې د ه ګوته کړې لوی سیتم دي

یا په بل ځاي کې :

زموږ هر مشر له لرې لعل پر ټنډه

له نږدې نه د مرګونو اژد ها دی

 د مشر لپاره تر ټولو اړینه خبره هغه د خلکو باور تر لاسه کول دي، که یو څوک پدې وتوانیږي چې د خلکو باور په ځان پیدا کړي، کولاى شي په اساني سره د خلکو په زهنونو او زړونو بې تا جه پاچاهې وکړي :

چاچې ولس سره په غم کې خواخوږي کړې ده

زموږ په زړونو یې بې تاجه پاچاهي کړې ده

د بې کرداره مشرانو پایله همدا ده ، چې بیا پري خپل پلویان باور نه کوي، او هغوي هم د مشرتابه ارزښت له لاسه ورکوي، ټولنه په ګډوډي او بې باوري کې لویږي:

نه خان ملا او نه سردار معلوم دی

دلته د کوم سړي کردار معلوم دی

کله چې ملت د مشرتابه له تشي سره مخ کېږي نو هغه بیا په شته کور او خاوره کې بې کوره او د یتیم په څېر هره شېبه د ژوند په سرو اوښکو لمانځي:

په خدای ملګرو کله کله راته شک پیداشي

وایم پښتون داسې یتیم دی چې هیڅ کور نه لري

یا دا چې :

پښتون ولس د مشرانو کردار داسې کړلو

چې هر یو څوک يې جنګ فتنه اوس په شمله کې ګوري

د زابلي یوه لویه هنري پانګه هغه له شعاري شاعري څخه په هنرمندانه توګه تیښته ده، دا سمه ده چې د ټولنې او ملت درد، غم او حماسه باید د شعر په ژبه کې روښانه کړایشي، خو دا چې شعر څخه شعار جوړ شي، نو بیا خپل هنریت له لاسه ورکوي او د شاعري ارزښت کمیږي ، زابلي په اګاهانه او یا نا اګاهانه توګه دي تشي ته پام کړى، ډېر شعارونه یې د شعر په رنګینه ژبه کې نغاړلي او له هغوي څخه یې شعر او غزل جوړ کړى دى :

 

په خپله خاوره نا کراراه یو اوتره اوسو

د وخت مشرانو کې موږ بیا هم بې رهبره اوس

د انقلاب د فلسفې نتیجه دا وخته

له نوره لرې په تیارو کې یو بې لمره اوسو

کله چې مشران د خپلو پلویانو او ملاتړو له طاقت او باور څخه بې خبره شي، خپل ارزښتونه او د خپل ملت خوښې او د ژوند موخې ترې هیرې شي ، زابلي صیب د خپل عصر د مشرانو همدي تشي ته په ډېر ښکلي انداز كتلي دي :

بیا به د کوم ناورین خبر راوړي محله پورې

مشر بهر ته بیا په کومه اراده روان دی

یا دا چې :

له تا را وروسته سبتا بچو ورته تندی ټیټ کړی

مغلان دلته پاچاهي خوشحال خټکه کوي

د مشرانو بې باوري د هغوى د کردار او عمل څخه لږیدایشي، کله چې مشران له خپل ملت سره کړي ژمني ترسره نه کړي، کله چې مشران پخپلو خبرو او کړونو کې متفاوت او درواغجن وي، نو بیا مشران خپل سیرت په ټولنه کې له لاسه ورکوي:

دا مشران به نو سعیده څنګه جوړ کړي وطن

هره خبر چې له درواغو څخه ډکه کوي

د سعید زابلي شاعري یو اځې د لیډرشپ تشي ته پام ندى کړى، یو بریالي قدم یې دا پورته کړى، لکه څنګه چې د لیډرشپ په را پیداکولو کې د خلکو ( عامو خلکو ) ډېره لویه ونډه وي، او څومره چې په ټولنه کې مشران ملامت دي، دومره خلک هم ملامت دي، ځکه خلک هم باید د مشر د ټاکلو د پاره اراده ولري او په دې برخه کې لویه ونډه واخلي، د سعید زابلي د شاعري په دې اړخ کیدایشي بیا خبري وکړو خو لاندي شعر یې د همدي پیلامې د پیل د پاره :

د دې وطن له دې حالاتو معلومیږي داسي

لکه چې دلته یو څوک هم زره ضمیر نه لري

تر بیا !

ډاکټر ځلاند

چنګاښ / ۲۰/ ۱۹۹۱