Arwa

تازه غزل

26.07.2012 09:57

بس یو تا ته  لیوني دی  دا سړي

کنه ډیرو کي سړی  دی  دا سړی

مینه ، مینه سمندر ساتي په زړه

تش ګودر کې ډک منګی دی دا سړي

زه کاروان کاروان اوښکې ورلیږمه

په دریاب کې پت غمی دی دا سړي

پدې ښار کې بس ستا د پاره سوځی

ستا نظر ته سپیلنی دی دا سړي

د وطن مینه په زړه لري ځلانده

زما سترګي دی، زړګی دی دا سړی