Arwa

ارواپوهنه

21.03.2013 17:44

 

 

 

ارواپوهنه


ارواپوهنه په علمي توګه د انسانې سلوک په هکله د  زده کړې او احساساتو مطالعې ته ویل کیږي. اروا پوهنه د علومو یوه منظمه څانګه ده چې په ساینسي توګه د مغزو د کردار او فعالیتونو مطالعه په کې ترسره کیږي. د دي تر څنګ په ارواپوهنه کې د ژوند ورځنۍ لارې چارې، چې په انفرادې او یا ټولنیزه توکه د ستونزو د حل او د ماغزو پورې  اړونده ناروغیو په تداوي کې ترې کار اخیستل کېږي تر بحث لاندي نیسي.

اروا پوهنه له بیولوژي او نورو هغو علومو څخه چې د اعصابو یا مغزو مطالعه په کې ترسره کیږي توپیر لري، اروا پوهنه د مغزو د کار له پروسې څخه څیړنه او بحث کوي، حال دا چې دا نور ذکر شوي علمونه خپله د اعصابو یا مغزو له جوړښت څخه بحث کوي. ارواپوهنه په علمي توګه د اخلاقو، تفکر، هوش ، حافظي او دارنګه د تحت شعور څخه بحث کوي، ارواپوهنه د نوموړیو ذکر شویو عملیو څخه په انسانې ژوند که د هغوي له څرنګوالي او دارنګه د نوموړیو پروسو له سرته رسولو څخه بحث کوي. په عمومي توګه ارواپوهنه د انسانانو د مغزو له فعالیتونو څخه بحث تر سره کوي، خو کیدایشي دا بحث په پرتلیزه توګه د انسانانو او حیواناتو تر منځ هم و څيړي. ارواپوهنه عموما هغه علم ته ویل کیږي چې له اخلاقو او د مغزو اړونده پروسو یا عملیو څخه بحث کوي.

ارواپوهنه لازمي نده چې یواځي له مغزو او اعصابو څخه بحث ترسره کړي، ځکه کیدایشي له هغو پروسو یا عملیو څخه بحث وکړي د کوم له مخي چې ماغزه کیدایشي معلومات پروسیس کړي. د مغزو د دندو پیژندنه د ارواپوهنې په تیورې ( نظریو) کې تر مطالعې لاندې نیول کيږي، په ځانګړي توګه  د کسبي استعداد مطالعه، د اعصابو ارواپوهنه او د ارنګه د زده کړي په اړه د اعصابو مطالعه او پیژندنه.

اراوپوهنه هوښ ، اخلاق او دارنګه ټولنیزې اړیکي تر مطالعې او بحث لاندې نیسي. تجربوي ارواپوهنه په لومړي قدم کې د انسان لومړنې تجربې او اړونده اخلاق یا روشونه تر بحث لاندي نیسي. په تیرو شلو کلنو کې ارواپوهنه کوښښ کوي د مغزو یا اعصابو او د هوش تر منځ اړیکې تر مطالعې لاندي ونیسي. تر اوسه دا روښانه نده چې هوښ یا بیداری څنګه له مغزو سره اړیکه لري ـ ایا بیداري یا هوش د مغزو حالت څرګندوي او که ماغزه د هوښ یا بیداري حالت په ګوته کوي، او یا دا چې دواړه یو له بله بیل حالاتونه څرګندوي؟ که غواړي پدې پوه شي تاسو باید لومړي د بیداري یا هوش او دارنګه د مغزو د حالت په تعریف پوه شي: بیداري یو مغلق حالت دي کوم چې کومه ځانګړي یا نیغه اړیکه د اعصابو له پروسیس سره نلري.

نولسمه پیړۍ د ارواپوهنې د علم پیل ګڼل کیږي. په ۱۸۷۹ زیږدیز کال د ارواپوهني د علم د زده کړي د یو ځانګړي علم په توګه پیل شو، ځکه چې پدې کال الماني ساینسدان ویلیم ونت[1] په ځانګړي توګه یو لابراتور د ارواپوهني د زده کړي دپاره د لیپزیګ[2] په ښار کې تیار کړ، چیرته چې په لومړي ځل ارواپوهنه د یو تحلیلي علم په توګه تر مطالعې لاندي ونیول شوه.

ونټ د فلسفې دعلم دځان پیژندنې څانګه له نویو تخنیکونو سره په نوموړي لابراتوار کې وازمیله ، دغه ازمیښتونه یې د ارواپوهنې تر نامه لاندي راوستل. ځان پیژندنه[3] په فلسفه کې نیغ په نیغه د خپل زړه، فکر، خیال او اروا څیړنې او څارنې ته ویل کیږي.

 

 

 

 

 

د اراوپوهني لومړنې حالت:

 

د ونټ د اراوپوهنې څیړنو ته جوړښت پیژندنه ( Structuralism) ویل کیږي. دا په ټوله مانا د سیستماتیکې ژباړې په توګه وړاندي شوي علم وه. ونټ کوښښ کاوه چې د بدن د هر برخې سلوک ( کردار) د هغه د سیستم له مخې تشریح کړي لکه د functionalism, behaviorism, gestalt psychology and psychodynamic psychology تر عنوانونو لاندې به لوستل کیده.

Functionalism ( دنده پیژندنه) د سلوک یا روشونو په اسبابو باندي خبرې کوي ، نه د ماغزو په جوړښت. د نوموړي عنوان لاندي د ماشومانو اخلاق او دارنګه د حیوانانو کردار تر څیړنې لاندي نیول کیږي.

Behaviorism ( اخلاق پیژندنه) پدې څانګه کې انسانې اخلاق تر څیړنې لاندي نیول کیږي، په علمي توګه مونږ د دې علم له مخې کولایشي د اخلاقو په څرنګوالي خبرې وکړو، پرته لدې چې د مغزو حالت او جوړښت تر مطالعې لاندي ونیسو. هغه ارواپوهان چې اخلاق پیژندنه مطالعه کوي هغوي د عضلاتو ( غړو) حرکات او د غدو تشرحاتو له مخې اخلاق مطالعه کوي.

Gestalt Psychology  د ټول پیژندنې ارواپوهنه د مغزو او فکر تیوري بلل کیږي، کوم چې د ماغزو کار په ټولیزه توګه یو رنګه او په یو شکل را پيژني. نوموړي څانګه د ادارکې ستونز د حل او څیړنې سره سروکار لري، او دا چې  د هغه ستونزې څرنګه ژباړل کیدایشي تر مطالعې لاندي نیسي. ټول پیژندونکي پدې باور دي چې د انسان ټولو ماغزو پیژندنه او مطالعه نسبت برخو برخو مطالعې ته د ډیر ارزښت وړ ده.

Psychodynamic Psychology د حرکاتو اراوپوهنه کومه چې د فروید په واسطه تر مطالعې لاندي ونیول شوه خو د سیستم له مطالعې سره تو پیر لري.

 

 

 

 

 

داروا پوهنې څانګې:

 

د یو سیستم استعمال د ټولو ستونزو د حل او څیړنې د پاره د ډیرو اروا پوهانو په واسطه تر نیوکې لاندي نیول کیږي، د غه پورته ذکر شوي سیستمونه د نویو نظریاتو د پیژندني او پرمختګ د پاره اغیزمن ګڼل کیږي.

د ارواپوهنې د پاره اته مهمې څانګې پیژندل شوي، کومې چې د اروپوهانو له لوري د مختلفو حالاتو د پاره په انتخابې توګه استعمالیږي.

د فکري حرکاتو اروا پوهنه[4] - دا څانګه د بې هوښې له حالته اخستل شوي څانګه ده کومه چې د شخړو د حل د پاره استعمالیږي، اخلاق پیژندنه برخه د ځواب د ورکولو او ترلاسه کولو د مطالعې د پاره استعمالیږي او بشر پيژندنه[5]  یا بشرې څانګه کومه چې د انسان پيژندنه په توګه هم پيژندل کیږي، انسان کړه وړه تر مطالعې لاندي نیسي کومه چې د ماسلوف د  اړتیاو په درجه بندي کې په نظر کې نیول شوي.

بیولوژیکه څانګه کومه چې په علمي توګه د اخلاقو او د ماغو حالت تر مطالعې لاندې نیسي کومه چې عصب پیژندنې علم ته ورته والي یا نژدیوالي لري.

 د بدلون یا تحول ارواپوهنه[6] دا برخه د ارواپوهنه یا اروا ځانګړي خصوصیات تر مطالعې لاندي نیسي لکه حافظه، ادارک، یا د جنسې غریضې مطالعه او داسې نورې برخې.

د زده کړي اروا پوهنه[7]  - که غواړي زده کړه وکړي، نو خپل فکر په لوړ اواز ووایه، لدې لارې کولایشي د ځان پیژندني سره مرسته وکړي.

د ټولنې ارواپوهنه[8] ـ په علمي توګه د خلکو د فکر کولو، احساساتو او اخلاقو څخه بحث کوي کوم چې د حقیقتونو ، خیالونو او د نورو له اوجود او شتون څخه په اغیز را ټوکیږي

سایکوفیزیکس[9] د ارواپوهنې هغه څانګه ده کومه چې  د فیزیکي محرک او د خیال تر منځ اړیکې مطالعه کوي.

له پورته څانګو څخه پرته په لس ګونو برخې یا ځانګړي زده کړي دي چې ارواپوهان په کې زده کړي ترسره کوي.

کلینکي او مشورتې ارواپوهنه ـ نیم په نیمه اروا پوهان پدې دوه برخو کې کار کوي. کلینکي ارواپوهان د غیري نورمال اخلاقو څیړنه، درملنه او مطالعه ترسره کوي، ولي مشورتي ارواپوهان د ډیرو لومړنیو فردي یا ټولنیزو ستونزو په حل کې کوښښ کوي، په عمومي توګه کوم کسان چې د مشورتي ارواپوهانو تر څیړني لاندي وي هغوي غیري نورمال اخلاق لرونکي کسان نه ګڼل کیږي.

تعلیمي او د ښوونځي ارواپوهنه ـ تعلیمي ارواپوهان د زده کړي د پروسي د لاښه کولو او اغیزمن کولو په برخه کې څیړنه او مطالعه ترسره کوي، چې د تعلیمي وسایلو، اسانتیاو، نصاب جوړونه، د تدریس په لارو چارو او دارنګه د زده کوونکیو په ستونزو بسنه کوي. د ښوونځي ارواپوهانو د زده کوونکیو ستونزې په یو علمې چاپیریال کې، د هغوي احساسات او عواطف تر څیړني لاندي نیسي او پدې برخه کې اړینه مرسته ترسره کوي.

صنعتي او اداري ارواپوهان[10] ـ کوم چې درانګه د کار، کارکونکیو، دندې او مامورینو د ارواپوهانو په نامه هم یادیږي) نوموړي ارواپوهنه د خلکو اخلاق د کار په ځاي کې مطالعه کوي.

د مصرف کوونکو ارواپوهنه[11] ـ دا ارواپوهنه د هغو خلکو مطالعه کوي کوم چې پیریدونکي ( اخیستونکي) دي ، دا چې دوي څه وخت او ولي اخستل یا مصرفول کوي تر مطالعې او بحث لاندي نیسي.

دارنګه د اینجینري، عدلیه ، ورزش او چاپیریال ارواپوهنې علمونه هم یو له ډیرو عامو څانګو د اروا پوهنې څخه ګڼل کیږي.

 

 

 


 

لنډه تاریخچه:

   دا ارواپوهنې د کلمې لومړنې استعمال  د الماني فیلسوف روډولف ګویکل (Rudolf Goeckel)  په واسطه په کال ۱۵۰۹ کې ترسره شوي دي. خو نوموړي کلمه ډیره مشهوره نشوه ، تر څو چې د یو بل المانی فیلسوف کریستین ولف (Christian Wolff) هغه د ارواپوهني تر عنوان لاندي کتاب کې ترې په تشریحې ډول بحث ترسره کړي دي. نوموړي د منطقي او تجربوي ارواپوهني تر عنوان لاندي اوږد بحث وکړ چې پدې وخت کې ( ۱۶۷۹-۱۷۵۴) کې نوموړي کلمې د هر چا په ژبه څرخیدي.

د سایکولوژي کلمه د یونانې کلمو سایکو (اروا)  او لوژي ( پوه) څخه جوړه شوي ده. د ارواپوهني نوموړي علم د مذهبې زده کړو او فلسفي یوه مهمه برخه ګڼل کیده چې په نولسمې پیړۍ کې نوموړي علم په جلا توګه تر بحث او مطالعي لاندي ونیول شوه.

 

د سلوک[12] بیولوژیکي بنسټونه

 

د انسان د بدن فیزیکي جوړښت د انسان په سلوک او کردار کې ډیر اهم رول لوبوي. تر ټولو مهم فیزیکي جوړښت د ارواپوهانو د پاره هغه د عصبي سیستم جوړښت دي. عصبي سیستم له مغزو  او حرم مغز[13] څخه احکام اخلي. که تاسو غواړي سترګه ووهي ، نو ددې دپاره  باید په مغزو کې یو سیګنال تولید شي، کوم چې وروسته د نیورون په واسطه غړو ته انتقال کیږي، کوم چې د انسان د سترګو شاوخوا عضلي کنترولوي.

 

 

 

نیورون

 

د عصبي سیستم اساس او بنسټ د نیورون په واسطه ایښودل شوي دي. نیورون عصبې حجرات دي چې د عصبې اړیکو په نیولو کې ځانګړي او اساسې رول یا کردار لوبوي. نیورون د عصبي سیستم لومړنې غړي یا عضلات یا جوړونکي عنصر ګڼل کیږي.

نیورون له لاندي څلورو برخو څخه جوړ شوي دي:

  • د حجري جسم
  • هسته
  • اکسون
  • یو یا ډیر دیندرایتونه

 

 

د حجري جسم یا سوما هغه غټه برخه د نیورون ده، کومه چې د حجرې هسته په ځان کې لري. د حجرې جسم یا سوما د نیورون د پاره غذایې مواد برابروي.

اکسون :

اکسون واړه ګرانول لرونکي میلي ته ورته ساختمانونه دي چې د حجري له هستي څخه معلومات د جسم مختلفو برخو ته انتقالوي. اګسون کیدایشي ډیر واړه وي ، او یا هم کیدایشي په مترونو اوږده اووسیږي لکه د زرافۍ یا نهنګ په جسم کي. د اګسون مهمه دنده د معلوماتو انتقال دي د بلي عصبي حجري تر ډینډرایټ پوري، او ځیني بیا وایې چې کیدایشي دوي هم پیغامونه تر لاسه کړي. هره عصبي حجره یواځي یو اګسون لري ، چې کیداشي هغه بیا نورې ډیرې څانګې ولري.

ډینډرایټ:

 

هغه برخه د عصبي حجري ده کومه چې دبلي عصبي حجري له اګسون څخه پیغام اخلي. ډیري عصبي حجرات له یو نه ډیر ډینډرایت لري. ډینډرایټ او اګسون یو له بله سره نیغ په نیغه ندي نښتي، بلکي د یوي خالي فضا چې ساینپس نومیږي ، یوځاي شوي دي.

 

د پیغام لیږل:

 

د پیغامونه لیږل په ټولو حجراتو کې په یو ډول دي، پیغام د اګسون په واسطه سیانپس ته انتقالیږي او بیا له هغه  ځايه یې د بلي حجرې د ډینډرایټ په واسطه اخستل کیږي.

 

 

ساینپس [14]

 

ساینپس د دوه عصبې حجراتو تر منځ فاصله ده. یا داچې سیانپس د دوه حجراتو تر منځ اړیکه ده. عصبې پیغام د یوې حجرې له اګسون څخه اخستل کیږي او بلي حجرې له دیندرایت سره یوځاي کیږي. ځینې وختونه پیغام د دیندرایټ په ځای د د اګوسون له لارې انتقالیږي.

 

عصبي پیغام انتقال:

د اګسون په پای کې یوه بټن یا نکته اوجود لري چې د ساینپتیک غړی پنامه یادیږي. کله چې پیغام د اګسون پای ته رسیږي، نو موړي غړی عصبې پیغام[15]  له ځانه انتقالوي. نوموړي عصبې پیغام یوه کیمیاوي ماده ده ، کوم چې د خپل بریښنایې ( الکیتریکي) خاصیت له مخې پیغام له یوې عصبې حجرې څخه بلې عصبې حجرې ته انتقالوي. د نوموړیو جوړښتونو یا کیمیاوي موادو شاوخوا ۴۰ نه تر ۶۰ پورې ډولونه پیژندل شوي دي. نوموړي کیمیاوي مواد له یو اګسون څخه د بلې حجرې په ډینډرایټ پورې نښلي او پدې توګه عصبې پیغام انتقالیږي. نوموړی عصبې پیغام  کیدایشي نوموړي حجره د یو کار په کولو یا نه کولو و هڅوي.

 

 

 

 

 

د عصبي سیستم جوړښت

 

عصبې حجرات (نیورون) یواځې په دوه ځایونو کې ځاي پر ځاي شوي دي یو مرکزي عصبي سیستم(Central Nervous System) بل په ساحوي عصبې (Peripheral Nervous System) سیستم کې.

 

 

 

 

محيطي عصبي ريښې

 

محيطي عصبي سيستم

 

حرام مغز

 

ماغزه

 

مرکزي عصبي سيستم

 

مرکزي عصبی سیستم:

مرکزي عصبي سیستم د انسانې سلوک د کنترول دنده په غاړه لري. نوموړي عصبي سیستم له مغزو او حرام مغز څخه جوړ شوي، کوم چې دواړه په هډوکو کې پوښل شوي دي، دا چوکاټ د دوي ارزښت په ګوته کوي. دواړه ماغزه او حرام مغز پیغامونه له پیغام راوړونکيو حجراتو څخه اخلي او غړو او دارنګه غدواتو ته یې د وړونکیو حجراتو په واسطه انتقالوي.

ساحوي عصبي سیستم:

 

هر هغه برخه چې د مرکزي عصبي سیستم کې شامل نده د ساحوي عصبي سیستم برخه ګڼل کیږي. نوموړی عصبي سیستم په اتوماتیک او سوماتیکو دوه برخو ویشل شوي دی. سوماتیک عصبي سیستم مرکزي عصبي سیستم له حسي اورګانو سره نښلوي ( لکه سترګې یا غوږونو سره) او دارنګه له عضلاتو سره، ولي اتوماتیک عصبي سیستم نورې برخې د بدن لکه دوینو رګونه یا غدوات له مرکزي عصبي سیستم سره نښلوي.


 

 

 

د مغزو جوړښت او دندې

 

ماغزه له دریو طبقاتو یا پوښونو څخه جوړ شوي چې لومړي ته یې وروستي یا شاته ماغزه (Hindbrain) وايې، دویم یې د منځ ماغزه (Midbrain) وایې او دریم یې مخکنې ماغزه (Forebrain) په نامه یادیږي.

 

 

 

 

 

 

 

شاته ماغزه:

شاته ماغزه ښه ساتل شوي او ځاي پر ځاي شوي دي، چې د انسان د جمجمې په شاتنې برخه د هډوکنې پوخ لاندي ځای پر ځاي دي. نوموړي ماغزه  درې برخي لري ـ وړوکې مغز(Cerebellum)، پیچلي برخه د ماغزو او د ماغزو له قاعدي یا ډنډر څخه عبارت ده. وړوکي ماغزه (مغر اصغر) د حسي اعصابو په دنده او حس کې مهمه دنده ترسره کوي. د نوموړي مغزو له لارې تنفس یا کانګو حرکاتو تر کنټرول لاندي راځي او دارنګه د ماغزو او حرام مغز تر منځ اړیکه هم د دي برخې په واسطه ترسره کیږي. دارنګه د نوموړي ماغزو په واسطه ده تګ، ویده کیدا او یا هم پریوتا حالتونه کنترول  کیږي.

منځني ماغزه:

 

نوموړي ماغزه د شاتنې ماغزو او مخکینو ماغزو تر منځ موقعیت لري. ټول حسي او حرکې معلومات کوم چې تلل او راتلل کوي د حرام مغز او مخکینیو ماغزو تر منځ د نوموړي ماغزو څخه تیریږي.

مخکینې ماغزه:

 

د انسانې ماغزو تر ټولو مغلقه او پیچیده برخه لرونکي ماغزه همدا مخکینې ماغزه ګڼل کیږي.

 

د ماغزو د دندو کتنه:

 

پخوا یواځې له دوه لارو څخه د ماغزو د ندو لیدنه کتنه ترسره کیدله، یوه هم د ماغزو دهغې برخې څارنه کومه چې یو څه تخریب شوي وه، کومه برخه د ماغزو چې تخریب شوي وه ، د هغې له مخې به د عصبې حرکاتو څارنه او څیړنه ترسره کیدله، دویمه لار یې د الیکترودونو  له لاري ترسره کیدله، د کومې له مخې چې به نوموړي الیکترودونه د شخص په سر پورې تړل کیدل او بیا به د ماغزو دندو څارنه او څیړنه ترسره کیدله.

ولي په اوسنې عصر کې د د کمپیوتري توموګرافي (CT)و د پوزیترون د تبحیر توموګرافي (PET)،  اویا هم د مقناطیسي اهتزازاتو انځور (MRI) او یا هم له SQUID څخه په استفاده نوموړي څیړني ترسره کیږي.[16]

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


[1] Wilhelm Wundt (1832- 1920)

[2] Leipzig University, Leipzig, Germany

[3]Introspection

 

 

 

 

 

 

[4] Psychodynamic Psychology

[5] Humanistic

[6] Evolutionary Psychology

[7] Cognitive Psychology

[8] Social Psychology

[9] Psychophysics

[10] Industrial/ Organizational Psychology

[11]  Consumer Psychology

[12] Behavior

[13] Spinal Cord

[14] Synapse

[15] Neurotransmitter

[16] Computed Tomography (CT Scan), Positron Emission Tomography (PET Scan),Magnetic Resonance Imaging(MRI) or Superconducting Quantum Interference Device (SQUID)