Arwa

ګلـــونــــه / ډاکټر ځلاند

05.09.2009 13:10

ګلـــونــــه

تا چې د خال په ځای کیښــــول ګلونــــه
ګلونو هــــم نـــن ښکلــــــول ګلـــونــــه

ته چې خبرې کړې ګـــــلونه شیــــندې
چاپیر له تـــا نه ټــــــوکیـــدل ګلــونـه

د اتڼ لمـــن غونـــدې بـــورا تا ویـــده
دسترګو له کونجه يې کـــــتل ګلونـــه

ائینې له شرمه سترګې ښکته کړلــــي
اشنا چې زلفو کې ټومبل ګلــــــونــــه

جانان پرون د ګلاب خوا ته ناســــت و
چا ویل جانان دی چـــا ویــل ګلــونــه

پرون مې یار ولـید بې هـوښه شـومـه
اول جانان بیــا ښــکاریــدل ګلــونـــه

ښکاري وشتل د ښکار په غشو کــــوي
جانان په ښکار کې هم ویشـتل ګلـونــه

راځـــي فصـــلونه ورته بــل مخــې کــړو
غمـــــاز پـــرون زمـــونږ ریبـــل ګلونـــه

پوه شوم هیواد مو نور جوړیږی خدایــه
کلـــي په کلـــي يـــــې کــــــرل ګلـونـه

ځلانده څه ووایم ټـــول مې خــــوښ دي
ګل د شــرشــم که دسنـــبل ګلـــــــونه

نوراحمد همت 10.03.2013 13:22

ځلاند صیب خدای دې نور هم خلاند ولره.

ذاکر زیارتوال 03.11.2010 16:20

ذۀ ذاکر زيارتوال د سهلي پښتونخوا زيارت سخه سلامونه در ډالۍ کوم ,,,, ستاسو پاڼه مي پرانستله خدای سته ډير خوشاله سوم چي په پښتو کي هم داسي په ذړۀ پوري ويب پاڼي سته... د نور زيار په هيله.

همايون حبيبي 29.05.2010 14:11

ځلاند صيب خداى دې ځلانده لره اوپه ګوتو دې برکت شه ډير ښه اوپه زړه پورې شعر دې ليکلې ستادورته په زړه پورو شعرونو په هيله

امانزوى 05.09.2009 20:55

په زړه پورې غزل دى...،
پوه شوم هيواد مې نور جوړيږي خدايه
كلي په كلي يې كرل ګلونه
او كه
په شوم هيواد مې لا ورانيږي خدايه
په كلي، كور يې وورول بمونه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.