Arwa

نیمګړۍ مینه / ډاکټر ځلاند

05.09.2009 13:21

 نیمګړۍ مینه

سليم په درېيم مكروريانو كې اوسېده،  داود ټوله شپه مزل كړي و،  ښه ستړي او بې خوبه وه،  د ارام كولو د پاره سليم د خوب خوني ته بوتلو،  كله چې له خوبه رابيدار شو،  سليم ورته د ګرم چاي پياله وړاندي كړه.

داود:  سليمه وروره كاكا او نوردكور غړې څنګه دي، هغوي چېرته دي؟

سليم:  داود جانه،  ټول يوځاى وو خو د ښار حالات دومره خراب شوي چې ډېرو خلكو بيرته كډه وكړه او بيا حاجى آغا ډېر ناروغ و.

داود:  اوس څنګه دى، لږ څه فرق يې كړي؟

سليم:  الله دې پرې ورحمېږي،  هغه ځان حق ته وسپاره؟

داود:  څه وايې؟  تا خو ماته كله هم په تيلفون كې د هغه د ناروغي په اړه څه ونه ويل؟

سليم:  هغه د تيركال راهيسي د ګردو په ناروغ اخته و. درې مېاشتې كېږي چې په حق رسيدلي دى.

داود:  انا الله وا نا اليه را جعون.الله دي و بښې،  حقه لاره ده،  الله  دي باقي خير پېښ كړي. چېر ته  مو خخ كړ؟

سليم:  په پېښور كې مو خخ كړ،  لارې ډېري خرابې دي، تر كلي مو نشواى وړلي. داود جانه  ! ته راته وايه كاكا جان،  وړوكى مصطفى ټول كور والا ښه دي؟

داود:  هو  ! ټول ښه دي،  ډېر زيات سلامونه يې ويل ټول ښه وو،  كه پلار جان مې د كاكا له مرګه خبر شي ډېر به خفه شي. څنګه دي درسونه،  په پوهنتون كې دي زړه لږيدلي؟

سليم:  درسونه  ښه  دي،  په درى ژبه دي،  ډېره ستونزه په كې لرم. ستا د د فتر كارونه څنګه شول؟

داود:  ډېر ژر به شروع شي،  يو ځل بايد پېښور ته لاړشم د كاكا فاتحه به واخلم او ځيني نور كارونه مې دي هغه به را خلاص كړم. د راتلونكي مېاشت اول تاريخ څخه مې وظيفه شروع كېږي. د اول تاريخ څخه بايد مخكي له پېښوره راشم.

سليم:  سهار به دې په اول موټر كې سپور كړم اوس ځه چې د كابل د ښار چكر در باندي و وهم.

داود:  واخ دا څومره ړنګ شوي،  دا څلور لارې،  دا ژوبڼ دا خو زمونږ د ننداري ځاىونه  ول،  هر څه ړنګ شوي هر څه را ته بدل،  بدل ښكاري ؟

سليم:  دا خو لا  ډېر كار په  دا تير يو نيم كال كې شوي. د سرك  په  منځ كې ګلدا نونه  نه ګوري؟

داود:  واخ  دا ليسه څومره ړنګه  شوي. ما په همدي ليسه كې درس  وايه،  تر ټولو ليسو ماته  ښكلۍ ليسه  وه. څومره  په  مېنه  به  ورته  راتلو،  كومو ظالمو لاسونو به  پرې  ده  مرمېو ګذار كړي  وي؟

سليم:  ته دا د غم خبرې  پريږده،  ستا د لاسه  نن  پوهنتون  ته  نه  يم  تللي،  نه  پوهيږم  چې هغه  به  نن را غلي  وي او كنه؟

داود:  ښه  ده،  اوس  پوه  شوم،  ته پوهنتون  ته  د نه  را تګ  تنده  ما ته  وي،  زه وايم چې  دا سړي څنګه مهربانه  شوي  دا سي اوږد د ښار چكر يې  را ته  را كړ،  ښه  نو  زما  ورينداره  څنګه  ده؟

سليم:  ډېره  ښه  ده،  زما د ژوند همد ا يوه هيله  ده چې  زه  پري  پايم،  پرون  مې  نه  ده  ليدلي ځكه  خو نن سر را باندي ګرځي،  نه  پوهيږم  چې نن  به  پوهنتون  ته  را غلي  وه  او كنه؟

داود:  ته  دا خبرې  اوس  پريږده،  چېرته  ډوډي  ر ا باندي  خوري او كه  وږې  به ګرځو؟

سليم:  سمه  ده،  ځه  چې  په  شهرنو كې  ښه  كابلي  در باندي  وخورم.

داود:  ښه  نو زه به  سبا پېښور ته  درنه  لاړشم لږ  به  ته  خپلو د يدنو نو ته خلاص  شي،  كه  و ظيفه مې شروع  شوه  بيا نه كېږي،  نن  دوه  وېشتم  دي  او بايد د اول  تاريخ  څخه  مخكي راشم.

سليم:  خوښه  مې ده،  بايد سهار دوخته  اډي  ته  لاړشو چې  په  لومړي  موټر كې  دې  ځاى كړم.

سهار چې سليم  له  دواد  څخه  ځان  خلاص كړ،  ځان  يې د پوهنتون  تګ  ته  تياركړ. سليم  دتير و دوه ورځو را هيسي د هوسۍ  سره  نه  وو ليدلي خو كله  چې  د پوهنتون  انګړ ته  دا خل  شو نو  په  وږمۍ  نظر شو،  وږمه  د هوسۍ سره يو ځاى  په خير خانه كې او سيدله  په منډه  ورغي او د هغي څخه يې و پوښتل هوسۍ چېرته  ده،  پرون  پوهنتون  ته  را غلي  وه  او كنه؟

وږمه:  دا دوه  ورځې كېږي  چې ناروغه  ده،  تبي كېږي. سليم د دي خبرې  په او ريدو سره سر ښكته ګريوانه  ته كړ،  پورته  يې  و كتل  او له  وږمۍ  څخه يې  پوښتنه  وكړه،  زه  ور سره  ليدلي  شم؟

وږمه:  دا كله  ممكنه  ده،  تا ته  خو معلومه ده چې د هوسۍ كورني ډېره  مذهبي ده. دا كار كله امكان لري. ته  زړه  ته صبر وركړه،  ژر به  ښه  شي كيدايشي سبا ته را شي.

وږمۍ د سليم سره ژمنه  وكړه  چې  د هغه  پيغام به هوسۍ  ته  رسوي،  سليم د وږمۍ  په  لاس  ډېري  د عاګاني ور وليږلي. هوسۍ  چې  وږمه  په كور كې و ليدله  د سليم  زړه  يې  و غوړيده  له  ځاىه  را جګه  شوه  د ستړي  مشي  ترڅنګ  يې د سليم  په  هكله  پوښتنه  و كړه.

هوسۍ:  سليم  نن  پوهنتون  ته  راغلي و؟

وږمۍ:  هو خو  ډېر خفه  شو چې  ستا  د ناروغي  په  هكله  مې  ورته  و ويل.

هوسۍ  ،وږمۍ  ته  په  قهر  شوه:  ولي  دې  ورته  ويل؟ ؟ ؟

وږمه:  نو اخر څه  به  مې  ورته  ويل؟

هوسۍ:  بها نه  به  دې  ورته كړي  وه  چې  مېلمانه  يې  درلودل  سبا ته  راځي.

وږمۍ:  دا سي  په  ورخطا يې  سليم  پوښتنه  وكړه  چې  لوري  را څخه  ورك كړ،  هر څه  به  سم  شي  چې  ته  را ته  ښه  شي،  څنګه  ده  صحت  دې ؟

هوسۍ:  پوښتنه  مه  كوه،  بيګاه  مې  هيڅ  خوب  نه  دي كړي.

وږمه:  حتما به  دې  سليم  يا ديده.

هوسۍ:  هغه مې ډېر يادېږي،  زه  به  يې  هم  ياديږم،  تبه  مې  ځكه  نه  شكېږي،  له  پرونه  تر اوسه  پوري د وا مدراه  تبه  لرم،  ته  مې  دا  لاس  و ګوره.

وږمه:  ښه  به  شي،  ريښتيا هم تيزه  تبه  لري،  ښه  ده  زه درنه  ځمه كه  څه  پيغام  لري،  سليم  ته  يې ګهيځ  و سپارم؟

هوسۍ:  ګرانۍ،  سليم  ته  و وا يه  ډېر ژر به  روغه  شم او ډېر ژر به  سره  و وينو،  او هم  ورته  و وايه  چې زړه  دې  صبر كړه  خپل  د رسونه  و وايه  ازموينې  را نژدي  دي  نور نو  ډېر،  ډېر سلامونه  مې  ورته  و وايه.

وږمه:  ښه  ده،  د صحت  خيال  دې  سا ته،  خوب  كوه  ډېر فكرونه  مه  كوه  هر څه  به الله  ښه كړي،  زه درنه  لاړم.

سليم  ټوله  شپه  نا رامه و،  د سهار په تمه و،  چې هوسۍ  به  وېني ټوله  شپه يې  په  ويښه  تيره كړه، د هوسۍ  ليكلي  خطونه  يې مخكي اچولي  ول او هغه  يې لوستل  او ښكلول.

ګهيځ د وخته پوهنتون ته لاړ، د پوهنتون دانګړ په دروازه كې سترګې خښې كړي وي او د هرموټر څخه راكو زيدونكي محصلينو ته  يې كتل  چې كله  به  هوسۍ  را كوزېږي، شيبه  تيره  شوه  چې  وږمه  د موټر څخه  راكوزه  شوه، سليم  په منډه  ورغي.

- وږمۍ خورې، هوسۍ  رانه  غله؟

وږمه:  سليمه  وروره، تا ته خو معلومه  ده چې هوسۍ  ډېره نازكه او نازدانه ده، په داسې حالت كې كله څوك  له كوره  وتلو ته  پريږدي.

- تا ورسره  وليدل  او څه  پري  شوي، څه  ناروغي يې  ده؟

وږمه: هڅي لږ سر يې خوږېږي او هم يې تبه ده ګومان يې كاوه  چې ملاريا به نيولي وي، ډاكټر ورته  ويلي وچې نن به يې  وينه  معاينه كوي، راځه  سليمه  صنف  ته  ځو هغه  دي استاذ  راغي.

- ته  ورځه  زما درس  ته  ډډه نه  لږېږي؟

وږمه: ګوره سليمه كه هوسۍ  در باندي  خبره  شي چې دا دوه  شپې  تا  هيڅ  خوب  نه  دې كړي او هم  درس ته  په  ټولګي كې  نه  كيني  نو ډېره  به  خفه  شي، را ځه  الله ج  به  هر څه  سم كړي.

- څه  وكړم، زړه  مې  نه  غواړي  چې  ټولګي ته  لاړم  شم.

وږمه: سمه  ده ! مه  راځه، زه  چې نن هوسۍ  و وينم  همداسې  به  ورته  و وايم.

- ځمه  خو په  يوه  شرط؟

وږمه:  و وايه  د څه  شرط؟

- زه  به  يو تيلفون  تا ته  وا خلم او نن  چې كله  ته  له  هوسۍ سره  و ويني  په  تيلفون  يې  راسره  و غږوه.

وږمه: ګوره  سليمه  زه خوبه  دا كار ستاسو دواړو د پاره  وكړم  خو الله  مكه  چې كومه  ستونزه  را ولاړه  شي.

- هيڅ  به  هم  نه كېږي  ته  دا كار وكه.

وږمه:  سمه  ده.اوس  ژركوه  چې صنف  مو شروع كېږي، ولاړ شه  چې  ټولګي  ته  ځو.

سليم تيلفون  واخيست  او د  رخصتي  په  وخت  كې  وږمۍ  ته  وركړ.كله  چې  وږمه  د هوسۍ  ليدو ته  د هغوي  كور ته  ورغله، هغه  په كورنه  وه، د پلار  سره  ډاكټر ته  تللي  وه،  لږ  شيبه  وروسته  سليم  تيلفون  ته  زنګ  و واهه  خو  وږمۍ  په  ځواب  كې  ورته  و ويل  چې هوسۍ  په كور  نشته  او زه  نا چاره  د هغوي  له كوره  را و وتلم، د دي خبرې  په  اوريدو سره  د سليم  په  سر ټكه  را ولويده، وږمۍ  ډېركوښښ  وكړ  چې سليم  پوه كړي، خو سليم  لكه  چې خپل  تيلفون  له  ځمكي سره  و ويشته  د يو درب  غږ  سره  د تيلفون  غږ  په  ستونې كې  بندش. بلخوا هوسۍ  په  وچكي اخته  شوي  وه، ډاكټر ورته  ښه  قوي  درمل  ليكلي  وه او هم  يې  د استراحت   ورته  و ويل. هلته  په  سليم  شپه  نه  سبا كيده  او له  ډېره  غمه  يې  ټوله  شپه  په  خالي كور كې  ژړل  په  هيڅ  شي  زړه  نه  قراريده، د اشپزخانۍ څخه  يې  يو تېز چاكو  را  واخيست  د اور  په  لمبه  يې  ښه ګرم كړ،  پخپل لاس يې د هوسۍ  نوم  پرې وليكي، وېنو يې له  لاسه  دارې  وهلي، د ډېر درد سره  يې  پخپل  چپ  لاس د هوسۍ  نوم  و ليكه.

سهار يې د وږمۍ سره  په  داسې حال كي  وليدل  چې  سترګې  يې دبې خوبې  له  امله  تكي  سرې شوي وي، د څهرې څخه  يې  غم او خفګان  له  ورايه  ښكاريده. وږمۍ  چې د سليم تړلي لاس وليد پوښتنه يې تري  وكړ ه  چې  په لاس  دې  سليمه  څه  شوي؟

سليم:  ځواب  ورنكړ، په  ژړغوني  غږ يې ورته و ويل كه  يوه ګهړي دي  زما د پاره صبركړي واى کېداى شواى واى چې هوسۍ  له کلنيکه  راغلي  وه  او ما به  خبرې  ورسره  كړي  وي.

وږمه: ښه  ده، نو ما به  څه كول، چا سره به غږيدمه، يواځي ادۍ او وروڼه يې  په كور ول نور خو د هغوي  په  كور كې څوك  نشته  چې  ما ورسره  وخت  تيركړي  واى؟

سليم:  د مور سره  به  يې يوه  ګهړي  ناسته  وې.

وږمه: ناسته خووم ورسره او ښې ډېري خبرې مې ورسره وكړي. اخر هغي خوبه  هم  فكر كاوه  چې دا نجلۍ كور لري  اوكنه، ناوخته  شو، نژدي  ماښام  و چې د هوسۍ  له كوره  را ووتم.

سليم: نن  خوبه  ورسره  غږيږم.

وږمه: هو، ان  شاْ الله، نن  به  زه خپل  ټول كوښښ  وكړم چې تاسو حتما  سره  وغږوم.

سليم:  ګوره وږمۍ ما ستا ټولي خبرې منلي، دا دي پوهنتون ته را ځم او په ټولګي كې هم كېنم، اوكنه نو دا دري ورځې دا دنيا راباندي ډېره تنګه شوي، هيڅ شي مې په زړه سم نه لږېږي.

وږمه:  ښه ده، اوس دا خبرې پريږ ده ځه  چې  ټولګي ته  ځو، هو  ريښتيا د لاس  په  هكله  دې  را ته  ونه ويل چې څه  پري  شوي  دي؟

سليم: كله  چې دې  له  هوسۍ  سره  وغږولم نو ټوله كيسه  به  درته  وكړم.

وږمه: سمه  ده، ستا دا شرط به  هم نن  پر ځاى كړم.

يو ځل  بيا په  سليم ورځ د محشر د ورځې غوندي اوږده  شوه، بلخوا هوسۍ هم د سليم د نه ليدلو له امله ورځ  په ورځ  لا زياته كمزوري كيدله  او د دروازي لاري ته يې سترګې خښې كړې  وي  چې وږمه به كله د سليم  احوال  راوړي.

هغه  وه چې وږمه د هوسۍ كورته  را غله، هوسۍ له  ورايه تري د سليم په هكله  پوښتنه  وكړي. سليم جان څنګه  دي؟

وږمه:  ښه  دي، خو كه  ته  ژر جوړه نه  شي نو د خرابيد وامكان  يې  شته. هو ريښتيا، څوك خو به  ستا خوني  ته  نه  راځي؟

هوسۍ:  ولي، څه  خاصه  خبره  ده؟

وږمه:  هو، سليم تيلفون  را ته  راكړي، هغه  غواړي تا سره  په  تيلفون  خبرې  وكړي.

هوسۍ:  هغه ده  مور جاني تا ته  چاي  راوړ، كله  چې هغه  له  خوني  و وتله  نو زنګ به  ورته  و وهو، نور څوك  مې خوني  ته  نه  راځي.

سمه  ده، كله  چې د هوسۍ مور د وږمۍ د پاره چاي  راوړ، د لڼدي ناستي څخه  وروسته  ولاړه شوه او په هوسۍ  يې  غږ وكړ چې انجلۍ  ډېره  غږيږه  مه  ډاكټر درته  د استراحت  ويلي دي.

هوسۍ ځواب  وركړ:  سمه  ده مورجانۍ.

وږمۍ  ژر تيلفون  ور واخيست او سليم  ته  يې  زنګ  و واهه، سليم  چې  د وږمۍ  زنګ ته  لا ټوله  ورځ  په تمه وه  نو سمدستي  په  تيلفون  غوټه  كړه، په  وږمۍ  يې غږ وكړ، چېرته  ده  هوسۍ؟

هوسۍ: جانا نه ! زه  خپله  هوسۍ  يم.

سليم د هوسۍ د غږ په اوريدو سره  د نړۍ  ټول  غمونه او فكرونه  له  زړه  او خيال څخه  و وتل، دا سي حالت پري راغي ته به وايې چې دكلنو ورك ډېر ارزښتناك شي يې پيدا كړي وي او بيا يې په  ژړغوني غږوويل:  زما  زړه  زما  ژوند ه  څرنګه  يې؟

هوسۍ:  ښه  يمه، اوس  خو مې حالت  ډېر ښه  شوي  ته  څنګه  يې، درسونه  وايې؟

سليم:  هو ښه يمه، بس  هر څه  بې خونده  شوي  دي.

هوسۍ:  ډېر ژر به  سره  ووينو، دا را ته  و وايه  چې  د كور احوال  لري؟

سليم: هو، ټول  ښه  دي. داود هم  راغي، پېښور ته  لاړ هغه  به  دكور ټول  احوال  را وړي. ډاكټر څه  ويل چې څه  در باندي  شوي؟

هوسۍ:  هيڅ  بلا نه يم  وهلي، لږ تبي مې كېږي  را ته  ويل  چې  په  دوه  دري  ورځو كې  به  بلكل  ښه شمه، ته  فكر مه  كوه.

سليم:  ولي دا سي  وايې چې هيڅ  بلا نه  ده در باندي  شوي، ته  او ګوره اواز دي څومره كمزوري شوي، ډېره  مې  ياد ېږي، ستا هره  بلا دي په  ما وليږې.

هوسۍ: ګرانه، زما هم  ډېر يادېږي.

له  دې  سره  دواړه په  ژړا شول. وږمۍ د هوسۍ د لاسه  تيلفون  واخيست، د سليم سره يې  په  تيلفون كې مخه  ښه كړه.

د لږ ناستې  څخه  وروسته  وږمۍ  له  هوسۍ  څخه  رخصت  وا خيست.

سبا چې وږمۍ سليم په  پوهنتون كې وليد نو د لاس په هكله  يې  پوښتنې ځېنې  وكړه، سليم  چې د وږمۍ د تېري  ورځې  په  خدمت  ډېر خوشاله  و، ډېره  مننه يې  ور څخه  وكړه، خپل  لستوڼي يې  جګ كړ و، خپل  زخمې لاس يې  ورته  ور وښود.

وږمۍ چې د سليم  په لاس نظر شو نو له  ويري  سترګې  پټي كړي، دا دې ظالمه  څه  كړي، د هوسۍ نوم دي  په  دومره  بې  رحمې  په  لاس  ليكلي.

سليم: څه  وكړم، بل  ډول  مې  زړه نه  صبر يده .ښه ده  دا خبرې  پريږده، څنګه  سبا به  هوسۍ  پوهنتون  ته را شي.

وږمه: هوكه  د الله  خوښه  وه، سبا به راشي، ځه  چې  د ټولګي  وخت  دي.

سليم بيا وږمۍ باندي ټينګار وكړ چې بايد نن د هوسۍ كورته لاړه شي، بيا په تيلفون ورسره وغږېږي.خوو ږمۍ  ور سره  دا خبره  ونه  منله  او چوپه  خوله  ترې  جګه  شوه.

سليم  پوه  شو چې  نن  وږمه  ورته  دا خدمت  نشي ترسره كولي  له  دي  سره بيرته  د كور په  لور روان  شو.په لاره كې داود له پېښوره  ورته  زنګ  و واهه. وروسته  د سلام  يې  ورته  و ويل چې  سبا ته كابل ته درځم كه څه  دي  په  كار وي، سليم  ورته  بس  همدومره  و ويل  چې ته  را شي  دا ورته  هر څه  دي.

سليم يو ځل  بيا د هوسۍ  په ياد كې  ټوله  شپه  لكه  په  صحرا كي  د ورك  لاروى  پشان كله  په  خوب  كله په ويښه تيره كړه. سحر وختي د پوهنتون انګړ ته لاړ د پوهنتون د دروازي خواته  ودريده، خپلې دواړي سترګې يې د سرك په غاړه دريدونكي موټروكې خښې كړي، د هرموټر په  دريدو به يې زړه  ودرز يده،  كله چې  به له موټره سوارلې كوز يده د ده په بدن كې به وينه ښكته پورته كيده،  اخر يې په وږمۍ نظر شو.د وږمۍ خواته  ورغي د سلام له  ويلو  وروسته  يې د هوسۍ  په  هكله  پوښتنه  وكړي.

سليم:  څنګه  لكه  چې نن  هم  هوسۍ  را نغله؟

وږمۍ: نه، مور يې ويل چې ټوله شپه يې  په ويښه  تيره كړي، ناوخته  يې  سترګې  سره  ورغلي، پريږده چې خوب  وكړي.

سليم:  څنګه ! لږ څه  ښه شوي، ډېره  ښه  ده چې لږ استراحت  وكړي.

وږمه: چې ته يې استراحت  ته  پريږدي، ته  پوهېږي  تيره  ورځ  چې تاسره  په  تيلفون  يې خبرې كولي  په اخركې  په  ژړا شوه،  سترګې  داسې  سري  شوي  تا به  ويل  چې د وينو كاسې  دي.

سليم:  الله دې  زما  جان  ژر جوړه  كړې.

وږمه:  سليمه، ولي  هوسۍ  د ځان  د پاره  د هغۍ له  مور او پلاره  نه  غواړي؟

سليم:  ما به  دا كار ډېر پخوا كړي واى، خو چې  پلار مې  وفات  شو نو ما د دي  خبرې كولو توان  ځان كې نه ليد، د هغه  د مړيني  غم مې  په  مورجانۍ  ډېر سخت  اثر كړي  و،  تر ډېره  وخته  هغه  خاموشه  او خفه وه، اوس  چې  داود جان  راغي  نو دا كار به  ضرور  په  هغه كوم، په دې كې د داود زنګ له پېښور څخه سليم ته  راغي.

داود:  سلام، سليمه جانه ! پيره څنګه يې؟

سليم:  ته څنګه يې، لكه  چې حركت  دي  نه  دې  راكړي؟

داود:  نه  خير، نن نشم  درتللي، سبا به سهار د وخته  درځم، كه الله كول  نو  په  دولسو بجو به  په  كابل كې له  تا سره  يم.

سليم:  سمه  ده . ټولو  ته  مې  سلام  وايه.

داود: د لته  هم  ټول  سلام  در ته  وايې. د الله  پا مان.

سليم  وږمۍ  ته  وروسته  له  ډېره عذره  و ويل  چې  نن  بايد د هوسۍ  سره  و غږېږي.

وږمۍ  هم  ور سره ښه كړه،  د ټولګي  په  لور يې  حركت  وكړ  په  تلو تلو كې  سليم  ته  و ويل  چې  بايد د ځان  سره  پام  وكړي  او خپل  حالت  د پخوا په  شان  خنده  رويه  كړي، خپله  دريشي  او ږيره  سمه  كړي.

سليم  ور سره  و منله.

ما ذيګر وږمه  د هوسۍ كور ته  ورغله، هوسۍ  چې سترګې  په  دروازه كې خښې كړې وي، د وږمۍ  په ليدو  ډېره  خوشاله  شوه، د هغي مخي ته  له  خوني  را و وته.

د هوسۍ  مور د ګيلي  په  ژبه  وږمۍ  ته  و ويل: لوري  لكه  چې  پرون  دي  خور له  ياده  ويستلې وه، تر ناوخته  يې  ستاد را تګ  انتظار كاوه.

وږمۍ: نه  مورجانۍ  ولي  دا سي  وايې،  زړه  مې  ډېر كيده  خو په  كور كې  مېلمانه  ول.

هوسۍ:  ښه  ده  اوس  دا بهانې  پريږده، راځه  كوټي  ته  را ځه.

هوسۍ  په  ژړغوني  غږ د وږمۍ  څخه  د سليم  په  هكله  پوښتنه  وكړه.

وږمه: هغه  ليونى دي، پرون  يې  هم  راته  ويل  چې  زه  بايد  تاته  تيلفون  را وړم او ورسره  ودي  غږوم.

هوسۍ:  راغلي  به  وي، ما ټوله  ورځ  سترګې  په  دروازه  كې  خښې كړي  وي. چې كله  به  راځي.

وږمه:  هوسۍ  ولي  د ليونو غوندي  خبرې كوي، زه  څنګه  هره  ورځ  تا ته  را شم، كه كوركې څوك در باندې  پوه  شول  نو قيامت  به  جوړ كړي.

دي كې د هوسۍ مور د چاي  پتنوس كوټي ته  راوړ، په وږمۍ يې غږ وكړ:  لورجانۍ، چې ته راشي نو هوسۍ  لور كي  مې  لږ  له  ځاىه  را جګه  شي، لږ يې طبعيت  جوړ شي. ته  خو را ځه  دا خو ستا خپل كور دي.

وږمه: ښه ده مورجانۍ، دادي نن راغلم، له دې وروسته به هره ورځ راځم ترڅوچې مې هوسۍ جانه روغه رمټه پوهنتون ته له ځانه سره نه ويې بوولي له ننه وروسته به هره ورځ راځم.

دهوسۍ مور: ښه ده، تاسي خپلې خبرې كوي زه لږ كارلرم.

هوسۍ په وږمۍ غږوكړ ژركوه چې دسليم سره خبرې وكړم،  هغه ته زنګ ووهه.

هوسۍ: سلام، سليم جانه  !

سليم:  الله شكر، وعليكم، څنګه يې قنده؟

هوسۍ:  اوس خوله مخكي ډېره ښه يم، تبه مې كمه شوي، ته څنګه يې؟

سليم:  زما فكرمه  كوه، زه  ښه  يم. ډاكټر څه  ويل  چې  څه  وخت  به روغه  شي؟

هوسۍ:  بس  ډاكټر ويل  چې  تبه  دې  پري  شي  ښه  به  شي، يو ځل يې  بيا د معاينه  د پاره غوښتي  يم،  سبا ته  به  ډاكټر ته  ورځم.

سليم:  د ډاكټر معاينه  خانه  كوم  ځاى كې  ده. ماته  وخت  و ښايه  زه به  هم  هلته  درشم.

هوسۍ:  بهارستان  كي  كلينك  دي. تا سره  زه  كله  ليداي شم، پلار مې  تر ډاكټره  را سره  ځي.

سليم: خير دي، له  لري  خو به  دي  يو ځل  وګورم.

هوسۍ: دا سي  چې  ده  نو سبا په  دوه  نيمو بجو به  زه  ډاكټر ته  ورځم.

سليم: زه  به  په  دوه  نيمو بجو په  بهارستان  كې  ستا لاره  څار م.

هوسۍ:  ښه  ده، قنده  نور دې  په  الله  سپارم، ښه  وخت  درته  غواړم، د الله  پا مان.

سليم:  د الله  پامان، هو چې له  ياده  مې  ونه  وځي  ما  ستا په  هكله د وږمۍ  سره  څه  خبرې كړي  هغه  به  درته  و وايې، نور دي  نو په  الله سپارم. خپل  د صحت  خيال  ساته، دوا چې  له  ياده  ونه  باسي، دوا په ټاکلي وخت  خوره. دالله پا مان!

هوسۍ  چې  څنګه  د تيلفون  غږ بند كړ نو ژر يې  د وږمۍ  څخه پوښتنه  وكړه.

هوسۍ:  سليم  زما  په  هكله  څه  درته  ويلي  دي؟

وږمه: سليم  ويل  چې  داود را غلي  هغه  به  ستا او د هغه  د واده  خبره د سليم  د مور سره  وڅيړي، كيدايشي  هغو په  لنډ  وخت  كي  ستا د لاس د غوښتلو د پاره  ستاسوكور ته  را شي.

هوسۍ: زما خوبه  د ژوند ټول ارما نونه  تر سره  شي. سليم  ته  ګهيځ زما  لخوا و وايه  چې  د هغي خوښه  ده،  څو مره  ژر چې  كېږي  دا كار بايد  و كړي.

وږمۍ  د هوسۍ  سره  الله  پا ماني  وكړه، له  كوټي  څخه  د وتلو په وخت  د هوسۍ  مور په  وږمۍ  غږ وكړ:  لور جانۍ  لكه  چې  لاړي؟

وږمه:  مور جانۍ، مخكي  له  دې  چې  تياره  شي  بايد  ځان  كور ته و رسوم، تا ته  خو د ښار حالات  معلوم  دي، مور سره مې  ډېر تشويش  وي چې  له  كوره  د باندي  وم.

د هوسۍ مور:  ښه  ده، مور ته  دې  زما  سلامونه  و وايه، هو ريښتيا  ! سبا په دوه نيمو بجو هوسۍ  جانه  لور مې  ډاكټر د معاينا تو د پاره غوښتې كه  وخت  د رسره  وي  را شه  يو ځاى  به  و رسره  لاړه  شي  د هغي فكر به  د رسره  بدل  شي.

وږمه: سمه  ده مور جانۍ، زه  په  دوه  بجو را شم. د الله  پامان

سهار چې كله  سليم  وږمه  وليده،  د هوسۍ  په  هكله  يې  پوښتنې ځېني  شروع  كړي،  چې  څنګه  وه، په  ټيلفون  كې  خو يې  غږ نسبت تيري  ورځې  ته  ښه  وه، كه  څنګه؟

وږمه:  هو اوس  ډېره  ښه  شوي، كيداشي  سر له  سبا پوهنتون  ته ر اشي.

سليم:  زما  په  ژوند كې  به  بهار راشي.

وږمه: دا څه كوي، دا وا وره،  هوسۍ   ويل  چې...

سليم:  چې؟  و ړاندي  و وايه، چې  څه؟

وږمه: په  يو شرط، چې  ته  به  ما ته  خپل  د ستاستيك  د نوټ  كتابچه سبا را وړي.

سليم:  سمه  ده، اوس  دي  كلا  نكاري  هم  زده كړه، و وايه  چې  څه؟

وږمه:  هوسۍ ويل  چې  ژربايد  ته  خپله  مور د هغي  د لاس غوښتلو د پاره  د هغوي  كور ته  ور ولېږي، دا لاڅه  كوي  چې  نن  په  دوه  نيمو بجو به  زه هم دهغي سره ترډاكټره پورلاړه شم.

سليم:  واو، دا خو دي  زيري  را باندي  وكړ، د ستاستيك  نوټ  څه  چې  په  امتحان  كې  به  د ستاتيك  پارچه  هم  درته  حل  كړم.

دي  كه  د سليم  د تيلفون  د زنګ  غږ پورته  شو.

سليم: بلي څوك  غږېږي؟

داود: بچو اوس  مې  غږ هم  نه  پيژني، ډېر ژر دي  هير كړم.

سليم: پخير، پير جانه ! ته  له  كومې  خوا، لكه  چې  په  افغانستان را داخل  شوي،  الله  دي را وله  باره.

داود: په  سروبي  كې  يم  نور نو درنژدي  كيږم، ګرانه  ! دولسو بجو شاوخوا مې  په  كابل  غواړه؟

سليم: ژر راځه  چې  تا پوري  مې  ډېركارونه  بند دي.

دواد:  نن  خو ډېر په  هوا كې  ښكاري، الله  د خير كړي  چې  بيا  دي  څه  خو بونه  ليدلي؟

سليم: هيڅ  مې  نه  دي  ليدلي، بس  د هوسۍ  په  هكله، خير دا خبرې په  تيلفون  نه  كېږي  چې  كله  كابل  جان  ته  را غلي  نو بيا  به  سره غږيږو، اوس  نو د الله  پا امان، زما  صنف  شروع  کېږي.

داود: د الله  پامان، پيره  په  درغلم.

كله  چې  د ټولګي  څخه  سليم  را وتو  نو له  وږمۍ  څخه  يې  خواهش وكړ.

وږمه: و وايه  څه  خبره  ده؟

سليم:  خفه  كېږي  به  نه، دا څو روپي  د رسره  واخله  او هوسۍ  ته  مې د ګلو يوه  د سته  وا خله  او هم  به  د خوراك  څه  زما  لخوا ورته  واخلي.

وږمه:  نه، دا كار زه  نشم  كولي،  خپله  يې  واخله. هو دومره  كولي  شم  چې  ستا لخوا يې  ورته  وركړم.

سليم: دا دي  هم  سمه  خبره  وكړه، ځه  چې  تر  ده  افغانانو  پوري ولاړ شو، زه  به  هلته  درته  ګلان  او څه  نور څه  وا خلم او بيا به  ته  په  خپله لار ځي او زه  پخپله.

وږمه:  سمه  ده.

كله  چې  ده افغانان  ته  دوي  دواړه  ورسيدل،  سليم  وږمۍ  ته  و ويل چې  ته  د سرك  په  غاړه  و درېږي  او زه  د سرك  بلي  غاړي  ته  د ګلفروشي  دوكان  ته  ورځم،  په  دې  كې  داود  سليم  ته  تيلفون  وكړ.

سليم:  پيره،  چېر ته  را ورسيدي؟

داود:  پل  محمود  خان  ته  در ورسيدم.

سليم:  ټيكسي  را نيسه  او سيخ  په  ده  افغانان  را ځه  زه  به  د زير زمېني  په  سر درته  و لاړيم.

داود  ور سره  ښه  كړه.

سليم  چې  د ګلفروشي  په  دوكان  ور ننوت  نو  زړه  يې  ورته  ويل  چې ټول  دوكان  بار كړي، د ګلانو په  لټه كې  وچې  داود  بيا  ورته  زنګ و واهه.

داود: ها  ! پير جانه، چېر ته  هګي  اچوي؟

سليم: دا دي  د ګلفروشي  څخه  در و وتم، اوس  به  مې  د سرك  په سر.. له  دي  سره  يو درز غږ شو ټول  بازار لكه  له  ځايه  چې  بې  ځايه  شوي وي  وخوځيد، خلكو يو خوا بلخوا منډي  كړي.

داود چې  فكر كاوه  زخمې  شوي  سترګې  په  ويره  خلاصي كړي،  ټول بازار په  خاورو او دود كې  پټ  ښكاريده، كله  چې  له  خپله  ځايه  را پورته  شو خواته  يې  له  هوا څخه  څه  را ولويده  چې  ورته  پام  يې  شو بير ته  په ځمكه  را ولويده.

- واخ  دا خو د سليم  جان  لاس  دي،  د هوسۍ  نوم  يې  پري  ليكلي،  ورپسي  د ګلونو سوځيدلي  پاڼې  له  هوا څخه  را توي  شوي.

مینه

داود د هوايې ډګر د ترمېنل څخه د راوتلو په وخت يې سليم وليد نو د اوږده مزل ټوله ستړتيا يې له وجوده ووتله،  سليم ځان په منډه داود ته ځان ورسا وه،  د دوستي له تاوه ډكي غېږي يو بل ته وركړي او د كور په لور روان شول.

مجيب انصاری 06.09.2009 10:01

ډیره بهترینه قصه دلیکله ده, ډیرخوندیي وکړو، الله پاک د درته اجرونه درکړي٠

احمد 06.09.2009 07:13

Salamoona Doctor sahib Zaland<br /><br />waqeyan che dera pa zra pore aw khkole qisa wa,Allah de pa qalam barakat kra<br /><br /><br />Manana<br />Ahmad

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.