Arwa

پـــیا لــــه / ډاکټر ځلاند

05.09.2009 14:03

پـــیا لــــه

بیا دې لنډ عمر بخت تر دره را ووست
بیا به ځواني هره پیاله راکوي

ګوره بیا شوق درندي وارخطا کړ
ساقي شراب په پیمانه راکوي

نن دا انګور مزه څه بل شان لري
زاړه کشمش خوند رندانه راکوي

ملا تعویذ دې څه بلا جوړه کړه
جانان بوسه په بهانه را کوي

چا ویل چې تیر عمر بیا نه راګرڅی
ماته څواني دا میکده را کوي

نن د کیږدۍ خروړی سپي تښتوم
په دغه شرط کوچي بوسه را کوي

شپه شوله تیره شو سحر را نژدې
څلانده ستوری اشاره راکوي

مجاهدافغان 06.09.2009 05:26

دسوال اوفقرپه عسکرونشي

په طیارواوپه ټانګونواوپه زغرونشي

له عقیدې سره جنګونه په لښکرونشي

چي په سرووینودمنزل لاري خړوبي نکړي

په تبلیغاتوپه دروغوپه خبرونشي

چي مندي بوري اوبچي درباندي ونه ژاړي

په مطبوعاتوجاسوسانوپه ډالرونشي

دې سردروکي یې اوس هم ماتي بڼکي شته دي

دلته سیالي دټپوسانوپه وزرونشي

داانقلاب دی ککري غواړي زخمونه غواړي

په موسیقي په نڅاګانوپه سندرونشي

نوریې سپاره په صلیب مه راوړه پردي بچوڼي

له برېتورو! سره ستادلنډغرونشي

دادتاریخ دمېړنوکوردشملووطن دی

دلته مشري په نیکټایې اوپه نېکرونشي !

دمیدانوګټل دغرونوغوندي عزم غواړي

دسوا ل زاریواودفقر!په عسکرونشي

ذاکره !توره اوقلم به ترهغوچلوو

څوورمېږونه مات دغرب دزورورونشي

یار امرخېل 05.09.2009 19:31

ډېر ښکلی شعر دی.
چا ویل چې تیر عمر بیا نه راګرڅی
ماته څواني دا میکده را کوي
پورته بیت ما د (( ښاغلی غالب ؟ )) چې د اردو ژبې شاعر دی په یو شعر کې هم لیدل او خدای شته ډېر خوند یې راکړی و ما ویل چې کله وخت ملاو شی چې پر پښتو همدا بیت واړوم خو ځلاند صیب له ما نه مخکې شوی.

کهتی هی عمر رفته کبهی لوټی تهی نه هی
جا میکدی سی میری جواني اټا کی لا.

او نور شعر یې هم ډېر رومانټیک دی.
یار

داکترجبار 05.09.2009 17:50

سلام ګرانه؛
ورک يې مړه؛ يو ايميل خو راته وليکه.

مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.