Arwa

تازه غزل / ډاکټر ځلاند

14.09.2009 18:34

 ښاپیرې چې له سپین غره زړه  ته  راشـــې

خیال د دیــو مې په  سندره  زړه  تـه  راشې

په سکو د پاچا هانو مــې نــن  پلــــــــوري

يوه ښکلـــۍ جادوګــره  زړه  تـــــه  راشــی

يوځـوان لـکـه ویشتلې چنـــار  پــروت  وي

هـر انـځور چې له  ګودره  زړه  تـه  راشـي

تر پــرونه مـو لــــه وروره  زیــــات  ګــڼـلو

نن  دښمـن  مو له خیـبره  زړه  تـه  راشـي

ستا نظـر سره د زړه  دښــته  اوبـــه  شـي

لــکه وینـه لـه ځیګـــره  زړه  تــه  را شـي

د ځـلاند غـزل  مې  زړه  ته کـې  لار جـوړه

لکه  درد  چـې  لـه  پرهـره  زړه  تـه راشي


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.