Arwa

غزل - محب الله محب

19.09.2009 14:53

غزل

نن بیا په لاره تلمه چي بیا په مخه راغله
روان ومه صحرا ته چه ښکلا په مخه راغله
توبې مي رانسکورې شوې له عقل نه پردۍ شوم
ها مسته قلندره چي زیبا په مخه راغله
بیګاه مي په خوب ولیده چي خاندي راته گوري
سحر چي راوتمه په رښتیا په مخه راغله
د ازل نه مي وجود که لازمه وه ملزومه
د ژوند په دی سفر کي لکه ساه په مخه راغله
تیندکونه مي خوړلو په تیارو کي لکه ړوند
د میني په مزل لکه رڼا په مخه راغله
محبه چي مدام دی د قسمت سره په جنگ یی
تقدیر به دی په خلا شی که صبا په مخه راغله

محب الله محب 28/06/88 مزارشریف

مسلم حرير 29.12.2009 19:06

هلکه په اول ځل صحرا ته تللي وي ؟که خوب ويني؟

پاپا 22.09.2009 20:52

هلکه صحرا ته چې تللې نو هغه څنګه په مخه درغله؟ صحرا ته تګ خو د ضرورت د رفع کولو له پاره کارول کېږي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.