Arwa

ارتبـاطي/ طنز ډاکټر ځلاند

29.10.2009 08:36

 

ارتبـاطي

 

طــنز

لاسم سحرشوى نه و،  چې دګړنګ صاحب د ټليفون  په زنګ  راويښ شوم.  له سلام، کلام څخه وروسته يې زيرى  راباندې  وکړ چې  ډېر تود خبر مې  پيداکړى .

ما ترې  وپوښتل چې څه چل دى حکومت خوبه بدل شوى نه وي؟  ډېر  خوښ ښکارې.

ګړنګ صاحب- نه ظالمه لا خو مو په ډالرو تنده نه ده  ماته شوې، د ښار په جنوب کې غله نيول شوي دي ، ځه چې په قوماندان ورشو او مرکه ورسره وکړو.

په خبره يې خوښ شوم چې ځه نن دې روټۍ پخه ده، ښه راپور پرې  جوړکړه .

 سترګې مې وموښلې او له ګړنګ صاحب سره يوځاى دقوماندان صاحب پر لور وخوځېدو. .قوماندان صاحب  ډېر خوښ و ، ماته خندا يې تر بريتو لاندې   خوره وه .

قوماندان صاحب- دخبروګوډو لکه چې خبرشوئ ؟

زه  پرې  ورمخکې شوم ، قوماندان صاحب  دوه اونۍ کيږي چې ستاسو دتورې راپور مې نه دى  جوړ کړى .

ګړنګ غږ پرې  وکړ:  دا ريښتياده چې د غلو مشهوره ډله مونيولې؟

 قوماندان صاحب –  ولې تاسوته دروغ ښکاري ؟

نه قوماندان صاحب !  موږ غواړو په دي هکله مرکه تاسوسره کړو.

قوماندان صاحب - زه اماده  يم .

ګړنګ لومړۍ پوښتنه  ترې  وکړه .

- جنرال صاحب څوکسه غله اوپه کوم ځاى کې مو نيولي دي؟

قوماندان صاحب - اول خو دابايدپه  ياد ولرئ چې زه  ډګرجنرال يم او دا رتبه مې د ښه کار علامه ده چې په تېر يو کال کې له تورنۍ  څخه تر جنرالۍ او بيا ډګر جنرالۍ  پورې  رسېدلى يم.. ستاسو د پوښتنې  په ځواب کې بايد ووايم چې شپږ کسه غله مو د (توري کندي کلي) ته په غځېدلې  لار د ښارپه جنوب کې نيولي دي .

- ښه ده, ډګرجنرال صاحب! ويلى شئ چې تراوسه نيول شوي غلو په کومو ډاکويا د خلکوپه وژلوکې لاس درلود؟

ډګرجنرال صاحب-  په دې هکله  زموږ  تحقيقات لومړني دي ، خو دوى په ښار او بانډو کې دومره چور کړى چې  نژدې  و نور نود قوماندانۍ تر چوره رسيدلي ول؟

-  له خلکوسره  وېره  ده چې دا کسان د مخکې نيول شويو غلو په  څېر پرېنښودل شي؟

قوماندان صاحب-   له دې  مخکې خو غله نه دي نيول شوي، هو! هغه تېر ځل هغه خو د ملي اردو عسکر ول او د  کلي تلاشي يې کوله،  غلا يې نه ده کړي.

د کلي خلکوويل چې دکور ډېر سامانونه يې  ترې  لوټ کړي دي ؟

قوماندان صاحب- تاسو غواړئ ددې غلوپه هکله مرکه وکړئ

اوکنه د  تېرو  خبرو پرتوګ باسئ ؟

ګړنګ صاحب- نوداخبره پخه ده چې دا شپږ واړه غله به د قانون منګولو  سپارل کېږي؟

قوماندان صاحب – د قانون پنجوته  به سپارل کېږي . يواځې  يوکس چې  زموږ  ارتباطي دې نورپينځه واړه به د قانون کلکو منګولو ته  ژر وسپارل شي.

- اوريدلي مودي چې داورخان- مشهور غل هم د نيول شويوغلو په ډله  کې شامل  دى؟

قوماندان صاحب خندنى  شو او بيا يې په كړس كړس وخندل او وويل چې:

_  هو! هغه دخداي په فضل نيول شوى دى .

 موږ  په مرکه بوخت وو چې له ښارڅخه د چاودنې غږ پورته شو ، جنرال صاحب په چوکۍ کې ټوپ کړ، په وارخطايۍ وويل:

_  تاسوورځئ زه امنيتي غوڼده لرم.

 موږ  له قوماندانۍ په منډه راووتو، چې د ښار په څنډه کې توره لوخړه پورته کېدله، ګړنګ صاحب وظيفه واخيسته چې دى به  د چاودنې راپور او زه به د قوماندان صاحب مرکه ټلويزيون  ته لېږم.

په شپيلکو لکه د مدرسې چړي چې د وظيفې له ټولولو وروسته  د مدرسې پر  لور   خوشحاله  روان وي، زه هم د دفترپر  لور  وخوځېدم   په لاره وم چې په  تورو شيشو لرونکي کروزين کې داورخان په غرڅ  راباندې  تېر شو.

 زه  د موټر په دوړو کې راګيرشوم ،ځان سره مې وويل چې داورخان  خو قوماندان صاحب ويل نيول شوى  دى؟

  ټليفون  ته مې  لاس کړ قوماندان صاحب ته مې زنګ وواهه .

- قوماندان صاحب تاسولږ مخکې په مرکه کې داورخان غل دنيولودعوى وکړه.

جنرال صاحب: هو ! ولې دروغ مې درته ويلي ؟

_ نه قوماندان صا.... وبخښه ډګرال جنرال صاحب، داور خان اوس په يوکروزين موټرکې پر ما تېر شو؟

قوماندان صاحب-  بادام خوره چې حافظه دې قوي شي، ما درته وويل چې د غلو په ډله کې  زموږ  يو ارتباطي کس شامل دى او هغه به  ژر پرېښودل شي.

-         ښه نو داورخان...

د قوماندان صاحب له خبرې سره د ټليفون  غږ بند شو!.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.